د ګازي بخارۍ د خوندي استعمال لپاره لاندې لارښوونې په دقت سره عملي کړئ

  • کورپاڼه
  • د ګازي بخارۍ د خوندي استعمال لپاره لاندې لارښوونې په دقت سره عملي کړئ

د ګازي بخارۍ د خوندي استعمال لپاره لاندې لارښوونې په دقت سره عملي کړئ:

1️⃣ د هوا پاکوالي ته پام وکړئ:

هر یو ساعت وروسته د کوټې دروازه د لږ تر لږه دوه دقیقو لپاره خلاصه کړئ ترڅو ککړه هوا ووځي او تازه هوا داخله شي.

2️⃣ د ویدېدو پر وخت:

د خوب له مخه ګازي بخارۍ خامخا بنده کړئ، د ګازو ډبه او بخارۍ د کوټې څخه بهر کړئ، او کړکۍ د څو دقیقو لپاره خلاصې پریږدئ.

3️⃣ د بخارۍ او ډبې واټن:

د ګازو ډبه باید لږ تر لږه درې متره د بخارۍ څخه لیرې کیښودل شي.

4️⃣ د پایپ او سرکولشن چک کول:

د ګازو د پایپ او سرکولشن وضعیت تل وګورئ ترڅو چې کوم سوري یا لیک ونه لري.

5️⃣ د خرابې هوا د وتلو لپاره:

د کوټې په چت کې کوچنی سوری یا وینټیلیشن پرېږدئ ترڅو خرابه هوا بهر ووځي. که د بخارۍ سوری موجود وي، هغه مه بندوئ.

6️⃣ د ډبې موقعیت:

د ګازو ډبه له نورو برقي او لرګیو بخاریو څخه لرې وساتئ.

7️⃣ د واشر بدلون:

د ګازو د ډبې واشر باید په منظم ډول بدل شي.

8️⃣ د حمام پر وخت:

د حمام پر وخت دروازه لږ نیمه خلاصه وساتئ ترڅو د هوا تبادله ممکنه شي.

9️⃣ د ګنګسۍ یا بې هوښۍ په صورت کې:

که څوک د ګازي بخارۍ د استعمال پر وخت د سر ګرځېدو، زړه بدوالي یا ګنګسۍ احساس کړي، سمدستي یې تازه هوا ته وباسئ. که حالت خراب وي، اکسیجن ورکړئ او ژر تر ژره یې روغتون ته ورسئ.

دغه لارښوونې له نورو سره شریکې کړئ! کېدای شي ستاسو د شریکولو په برکت د یو کورنۍ ژوند وژغورل شي.

مهرباني وکړئ د دې پیغام په خپرولو کې مرسته وکړئ.