بیړني خدمات

زموږ د بیړنیو خدماتو څانګه ۲۴ ساعته، په ټوله اوونۍ کې فعال دی او په ټولو ورځو کې د عاجلو او حیاتي مرستو وړاندې کولو لپاره چمتو ده. زموږ متخصص ټیم د نوې ټکنالوژۍ او پراخې تجربې سره، په بحراني او اضطراري حالتونو کې ستاسو لپاره چمتو دی

د بیړنیو خدماتو برخې کې خدمات

 پذیرش او فوري ارزونه: د ناروغانو وضعیت ژر ارزول او  لومړیتوب ورکړل کیږي تر څو چې درملنه په مؤثره توګه ترسره شي. • د تنفسي ناروغیو درملنه: د تنفسي ستونزو لکه د نفس تنگوالی، سینه بغل او نورې ناروغۍ درملنه. • تروما او جسماني زیانونه: د تصادفو، ټپونو او ټراما پیښو وروسته د ناروغانو درملنه. • د بحراني شرایطو مدیریت: د شوک، وینې تروړۍ او نورو عاجلو او حیاتي ستونزو درملنه. • د حاد عفوني ناروغیو درملنه: لکه لوړ تبه، آنفلونزا، زهري کیدل او ویروسي ناروغۍ. • شدید آلرژیک عکس العملونه: د آنافیلکسیس او نورو خطرناکو آلرژیک عکس العملونو تشخیص او درملنه. • ویژه مراقبتونه: د ICU (مراقبت ځانګړی برخه) ته اړتیا لرونکي ناروغانو درملنه او څارنه. • فوري تصویربرداری او لابراتور خدمات: د فوري ازموینو لکه وینه، ادرار، شیمیاوي ازموینې او د رادیولوژي، سونوګرافي او CT سکین خدمات. د بیړنیو خدماتو ځانګړتیاوې: • ۲۴ ساعته لاسرسي: بیړني خدمات په هر وخت کې ستاسو لپاره موجود دي. • تجربه لرونکی ټیم: زموږ ډاکټران، پرستاران او متخصص ټیم د ټولو بیړنیو حالتونو لپاره چمتو دی. • پرمختللي تجهیزاتو کارول: د پرمختللو تجهیزاتو لکه سونوګرافي، CT سکین او نورو درملنې او تشخیص لپاره د اوسمهال ټکنالوژۍ کارول. • هماهنګي سره د نورو برخو: زموږ د بیړنیو خدماتو ټیم د نورو برخو لکه جراحي، داخلي او نورو تخصصي برخو سره په همغږۍ کې کار کوي ترڅو ستاسو درملنه پرته له ځنډه ترسره شي. که تاسو یا ستاسو عزیزان د فوري مرستې ته اړتیا لرئ، زموږ بیړنی ټیم همیشه د خدمت لپاره چمتو دی. مهرباني وکړئ د بیړنیو خدماتو برخې ته مراجعه وکړئ یا زموږ د اضطراري تماس شمېرو سره اړیکه ونیسئ

۰۷۸۴۳۰۳۰۳۱