ماموریت

زموږ ماموریت د نړیوالو معیارونو او مسلکي تخصص په رڼا کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول دي، چې د نوې پوهې، پرمختللې ټکنالوژۍ او لوړې وړتيا پر بنسټ ولاړ وي. موږ د اخلاقي اصولو او انساني ارزښتونو په پام کې نيولو سره، د شفقت، درناوي او باور ډک چاپېريال برابر کړی دی. زموږ ژمنتيا په صداقت، روڼتيا او د خدمتونو په پرله‌پسې ښه‌والي او د مراجعینو د بشپړې رضايت په لور ولاړه ده.