کابل اطلس روغتون په ۲۰۲۰ میلادي کال کې تأسیس شو او له هغه وخت راهیسې د کابل په معتبرو روغتیايي مرکزونو کې فعالیت کوي. دا روغتون په بېلابېلو روغتیايي برخو کې د تخصصي خدماتو وړاندې کولو او د تجربه لرونکو ډاکټرانو او پرمختللو تجهیزاتو په کارولو سره تل د ناروغانو د صحت او هوساینې د ښه والي لپاره هڅه کړې ده.
د کابل اطلس روغتون اصلي هدف دا دی چې د لوړ کیفیت روغتیايي خدمات وړاندې کړي او تخصصي درملنې ته اسانه لاسرسی برابر کړي. زموږ تجربه لرونکی او مسلکي ټیم ژمن دی چې ناروغانو ته په خوندي او باوري چاپیریال کې غوره خدمات وړاندې کړي
Copyright © 2025 MASKHAN All Rights Reserved by MASKHAN