کاربن مونو اکساید څه ډول ګاز دی؟

  • کورپاڼه
  • کاربن مونو اکساید څه ډول ګاز دی؟
د ژمي په راتګ سره : د کاربن مونو اکساید ګاز خطرونه او د مخنیوي لارې چارې
په ژمي کې، د ګرمولو وسایلو لکه بخارۍ، هیټر او موټرو زیات استعمال د کاربن مونو اکساید (CO) ګاز خپروي. دا ګاز بې رنګه، بې بویه دی او په تړلو ځایونو کې، چې مناسبه هوايي جریان ونه لري، راټولیږي، چې جدي روغتیايي ستونزې رامنځته کولی شي
د کاربن مونو اکساید ګاز خطرونه
سر دردي او سر ګرځي
حالت تهوع او بې هوشي
ساه بندي؛ د دې ګاز زیاتې اندازې سره مخ کېدل د مرګ سبب کېدی شي

د مخنیوي لارې چارې
د ګرمولو وسایل په خلاصو یا ښه هوا لرونکو ځایونو کې وکاروئ
په کور کې د هوا جریان تل خلاص وساتئ
د کاربن مونو اکساید د موندلو وسایل نصب کړئ
موټر په تړلو ځایونو کې مه چالانوی
یو خوندي او روغ ژمی ولرئ